له بېوزلي تر اتلولي؛ د موی تای اتل محمد یوسف جهانګیر
د افغانستان د موی تای ملي لوبډلې ځوان او هڅاند لوبغاړی محمد یوسف جهانګیر د هغو ورزشکارانو له ډلې څخه دی، چې د ژوند له سختو شرایطو سره- سره یې د بریا لاره خپله کړې او په خپلو نه ستړې کېدونکو هڅو یې د هېواد د ویاړ سبب ګرځېدلی دی. د هغه د ژوند کیسه د زحمت، استقامت او نه ماتېدونکې ارادې ژوندۍ بېلګه بلل کېږي.
محمد یوسف جهانګیر په ۱۳۷۶ لمریز کال کې د کابل ښار په دشت برچي کې نړۍ ته سترګې وغړولې. هغه لا کم عمره و، چې د رزمي ورزشونو سره یې مینه پیدا شوه او بالآخره په ۱۳۸۸ لمریز کال کې یې د موی تای ورزش په جدي ډول پیل کړ. د څو کلونو دوامدار تمرین او هڅو وروسته یې وړتیاوې دومره وغوړېدې چې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د افغانستان د موی تای ملي لوبډلې غړی شو.
جهانګیر له یوې ساده او مزدورې کورنۍ څخه راوتلی دی. د کورنۍ اقتصادي حالت د دې لامل نه شو چې هغه خپلې هیلې هېرې کړي. پلار یې په نانوایي کې شاګرد دی او خپله جهانګیر د کابل ښار په یوه کوچني سیمساري دوکان کې کار کوي.
نوموړی د کار او ورزش تر منځ داسې توازن ساتي چې دواړه برخې په بریالیتوب سره مخته وړي؛ د ورځې په اوږدو کې د حلالې نفقې پیدا کولو لپاره کار کوي او سهار او مازدیګر په جدي ډول خپل تمرینونه ترسره کوي.
همدغه دوامدار زیار هغه د لوړو لاسته راوړنو تر پړاوونو رسولی دی.
محمد یوسف جهانګیر په آسیایي سیالیو کې د سرو زرو او برنزو مډالونه خپل هېواد ته راوړي دي؛ خو د هغه تر ټولو ستره او تاریخي لاسته راوړنه په ۱۴۰۴ لمریز کال کې ثبت شوه.
نوموړي د سعودي عربستان په کوربتوب د اسلامي هېوادونو د پیوستون جام سیالیو کې د ۷۵ کیلوګرامه وزن په کټګوري کې په زړه پورې سیالۍ ترسره کړې او د اندونیزیا، سعودي عربستان او ترکیې له پیاوړو لوبغاړو څخه تر بریا وروسته یې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ. دا بریا ځکه ځانګړی ارزښت لري چې د افغانستان د موی تای په تاریخ کې لومړی ځل و، چې یو افغان لوبغاړي د یادو سیالیو د سرو زرو مډال خپل کړ.
د جهانګیر بریا یوازې یو مډال نه؛ بلکې د زحمت او امید بریا ده. هغه وښوده چې محدود امکانات هم د لوړو هدفونو مخه نه شي نیولی، که اراده پیاوړې او هڅه دوامداره وي.
محمد یوسف جهانګیر نن د افغان ځوانانو لپاره د الهام سرچینه ګرځېدلې ده؛ یو داسې ورزشکار چې د ژوند له سختیو سره د مبارزې ترڅنګ یې د اتلولۍ لوړې څوکې ته ځان رسولی او د افغانستان نوم یې د نړیوالو ډګرونو تر سرحده رسولی دی.
