د وزلوبې ملي لوبډله د قزاقستان په نړیوالو سیالیو کې گډون کوي
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري او د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ د وزلوبې په نړیوالو سیالیو کې، چې د نهو هېوادونو په شتون کې به ترسره شي گډون وکړي.
ټاکل شوې ده، چې دغه سیالۍ به له نهه کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا د روان میلادي کال د مارچ مياشتې له ۱۵مې تر ۲۱مې نېټې پورې د قزاقستان هېواد په ترکستان ښار کې ترسره شي.
په دغو مهمو نړیوالو سیالیو کې به د افغانستان ترڅنگ د چین، قزاقستان، مجارستان، مغولستان، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې هم برخه واخلي او د دغو هېوادونو ورزشکاران به د لوړو مقامونو د ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره سیالي وکړي.
