هرات کې د فزیکي روغتیا، رواني هوساینې او ورزشي مدیریت د پياوړتيا لومړنی پړاو علمي سيمینار ترسره شو

org2_admin
Wed, Mar 11 2026 11:08 AM
هرات کې د فزیکي روغتیا، رواني هوساینې او ورزشي مدیریت د پياوړتيا لومړنی پړاو علمي سيمینار ترسره شو

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د « ټولنې جسمي روغتیا ساتنې، رواني ارامۍ، مدیریتي انضباط او معنوي پاکوالي» په نوم لومړی پړاو ورزشي سمينار ياد ولايت کې د ورزشي فدراسیونونو مسؤلينو، د کلبونو استاذانو، روزونکو او ورزشکارانو په شتون کې پای ته ورسېده، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

دغه علمي سمینار د هرات ولایت د یوه خصوصي پوهنتون په تالار کې جوړ شوی و، چې د هرات ولايت له ۲۰۰ څخه زیاتو ورزشي فدراسیونونو مسؤلینو، د ورزشي کلبونو استاذانو، روزونکو او ورزشکارانو پکې ګډون کړی و.

په ياد علمي سمينار کې ګډون کوونکو د ورزشي علومو، ورزشي مدیریت، ورزشي ارواپوهنې او د ورزشکارانو د تغذیې پر اړه تخصصي موضوعات زده کړل.

د سمینار په پیل کې د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس مفتي عبدالرحیم رحماني د ورزشکارانو د فزیکي روغتیا پر اهمیت، د رواني ارامۍ پر پیاوړتیا، د ورزش په معنوي ارزښت، د ورزش د ودې او پراختیا اړوند خبرې وکړې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS