د کی ون او د فول رزم د سیالیو سیالۍ ترسره کول!
تمیم هیبت
شنبه، مرغومی ١١مه ،١٤٠٠
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست درهبری پلاوي له خوا د اتلانو کپ په نوم د فول رزم سیالو لیدنه وشوه یادی لوبې چې د بلخ، جوزجان، کابل او بغلان ولايتونو د څلويښتو ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وزنونو کې د بلخ ولايت په کوربه توب ترسره شوی .
دا لوبې د نثاریان روزنیز کمپ کې ترسره شوی
د دغو سیالیو په پایله کې بلخ ولایت لومړی، جوزجان دویم او بغلان ولایت دریم مقام خپل کړ.
د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د غوره لوبغاړو پیژندل دي.
دغه راز دوی د شمال زون د ولایتونو ترمنځ د کی ون سیالیو چی د بلخ ولایت په کوربه توب د ارمان جوانانو په روزنیز کمپ کې ترسره کیدلی لیدنه وکړه او ورزشکاران یې وهڅول.
