د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

org_admin
Thu, Feb 26 2026 12:03 PM
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ورزش د ودې او پراختیا لپاره په ۱۴۰۴ هـ. ل کال کې د پام وړ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي دي.

د دې ولایت خلک له ورزش سره زیاته مینه لري، چې تل یې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بدني روزنې او ورزش امریت او بېلابېلو فدراسیونونو په همکارۍ او لارښوونه په مختلفو مناسبتونو کې ورزشي برنامې ترسره کړې دي او د خلکو لپاره یې د غوره تفرېح زمینه مساعده کړې ده.

په ټوله کې په یاد ولایت کې اوس مهال د مختلفو څانګو ۱۸ فدراسیونونه فعالیت لري. د دې ترڅنګ پکې ۲۰ کلبونه فعاله دي او ۳۳۰۰ ورزشکاران پکې پر ورزش بوخت دي.

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د مختلفو فدراسیونونو د استازولیو له لوري په مرکز او ولسوالیو کې سږ کال ۲۰۲ لویې او وړې ورزشي برنامې ترسره شوې دي، چې ۸۰ یې په مرکز او ۱۲۲ یې په ولسوالیو کې ترسره شوې دي.

د دغه ولایت ورزشي امریت له لوري د روزونکو، لوبڅارانو او ورزشکارانو د ظرفیت لوړنې په موخه د کراټې، پاورلفتنګ او نیوفولکانټاکټ، فدراسیونونو په برخه کې ۹۵ کسانو ته د ظرفیت لوړونې سمینارونه ورکړل شوي دي.

په ټوله کې په دغه ولایت کې لویې او وړې ورزشي برنامې جوړې شوې دي، چې له جملې یې په مرکز قلات کې د ۶۰ ورزشکارانو له خوا د افغانستان د خپلواکۍ په ویاړ د جشنوارې جوړل و، همداراز د زمري میاشتې په ۱۲مه د اتو ولایتونو ترمنځ د کیک بوکسنګ سیالیو ترسره کول وو، چې زابل پکې لومړی مقام خپل کړ، په مرکز قلات ښار کې د زمري په ۴مه د ۱۱ ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د کیک جیتسو لویې سیالۍ وشوې، چې د زابل ولایت په بریا پای ته ورسېدې. د دې ترڅنګ د فوټبال، والیبال، اتلتیک، نیو فولکانټاکټ، نېزه وهنې او محلي غېږ نیونې لویې ورزشي برنامې ترسره شوې دي، چې زرګونه کسانو پکې ګډون کړی دی.

له دغه ولایت څخه په ۱۴۰۴ هـ.ل کال کې په ملي او ټاکنیزو سیالو کې ۲۸ ورزشکارانو ګډون کړی دی او ۲ ورزشکاران ملي لوبډلو ته ټاکل شوي دي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS