کابل کې د فوټبال ٢٠ روزونکو ته درېیمه درجه روزنيز کورس پای ته ورسېده
د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون په مرسته او د فوټبال آسیایي کنفدراسیون (AFC) له لوري د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ٢٠ روزونکو ته د فوټبال درېیمه درجه (لایسنس C) روزنیز کورس پای ته ورسېده.
یاد روزنیز کورس د فوټبال آسیایي کنفدراسیون مدرس او د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر له لوري ترسره شو، چې روزونکو ته پکې د فوټبال په ټولو برخو کې عملي او نظري زدکړه ورکړل شوه.
د یاد کورس د پای په مراسمو کې د فوټبال ملي فدراسیون اجرائیوي غړي عبدالحق فیضي د روزنې په برخه کې د ښاغلي کارګر هڅې وستایلې او د روزنې درېیمه درجه یې د فوټبال د روزنیزې برخې لومړی ګام وباله او تمه یې وښوده چې دا ډول روزنیز پروګرامونه دوام ومومي.
ښاغلي فیضي همداراز له تازه فارغو شویو روزونکو څخه وغوښتل چې ور سپارل شوی امانت په سمه توګه وساتي او د افغان ورزشکارانو په روزنه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه کورس په دوو دورو کې ترسره شو، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ او په پای کې ټولو فارغو شویو روزونکو ته د AFC درېیمه درجه روزنیز سندونه ورکړل شول.
