نیمروز کې د فوټبال غوره لیګ پای ته ورسېد
د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز زرنج ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ د ليګ په ډول ترسره شوې، چې په پايله کې ابو مسلم لوبډلې د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ياد ولايت لويديځ زون سياليو ته د غوره لوبډلې موندل و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.
