کندز؛ دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ د ليګ په ډول ترسره شوې، چې په پايله کې استقلال لوبډلې د ۱۵ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او پيروزي لوبډلې د ۱۰ امتيازونو په ترلاسه کولو سره بيا دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د کال غوره لوبډله موندل و، چې څلور اوونۍ يې دوام وکړ.
