هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د څلور نیم میلیونه افغانیو په لګښت د فوټبال لوبغالی جوړ شو
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د حاجي سردار محمد احساس په مالي لګښت د څلور نیم میلونه افغانیو په ارزښت په مصنوعي چمن سمبال د فوټبال یو لوبغالی جوړ او د لوبو کولو لپاره چمتو شو.
په دغه لوبغالي کې په یو وخت څلور زره نندارچیان ځائیږي چې د رغولو چارې یې په دوو میاشتو کې بشپړې او د لوبغاړو پر مخ پرانیستل شو.
د دغه لوبغالي د پرانیستې په مناسبت د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ هم ترسره شوې، چې پایلوبه کې هلمند بارک لوبډلې د ۲ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې هارون پوپل لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
