د کابل قوت الرمی لوبډلې د بدر جام اتلولي وګټله.
تمیم هیبت
جمعه، مرغومی ١٠مه ،١٤٠٠
دغه سيالۍ نن جمعه د مرغومی په لسمه په کابل کې د قوت الرمی فدراسيون له خوا ترسره شوې .
په دغو سیالیو کې ۶۰ ورزشکارانو د دوو ټیمونو په بڼه د کابل ، کاپیسا، خوست، پکتیا او میدان وردګو ولایتونو څخه برخه اخیستې وه.
د دغو سیالیو په پای کې کابل لوبډلې د اتلولۍ جام خپل کړ، د کاپیسا لوبډلې دویم او خوست لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.
د قوت الرمی فدراسیون د رئیس علي شاه محمدي د معلوماتو پر بنسټ، دغه سیالۍ د دغه فدراسیون د ۸ تنو لوبڅارانو له خوا قضاوت شوې.
