کندز کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ب ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ب ليګ سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پیل شوې وې د نوجوانان عرضبيګي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې نوجوانان عرضبيګي لوبډلې خپلې سیالې وحدت چهار دره لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د لومړي او دویم مقام ګټونکي لوبډلې د کندز ولايت د فوټبال الف ليګ سياليو ته لاره موندل و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ او ستاينليکونه ورکړل شول.
