د کابل فوټسال غوره لیګ اووم پړاو سیالۍ د " دلاور زاده دره ترکمن " لوبډلې په‌ اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Mon, Feb 16 2026 10:28 PM
د کابل فوټسال غوره لیګ اووم پړاو سیالۍ د " دلاور زاده دره ترکمن " لوبډلې په‌ اتلولۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال کمېټې له لوري د يوولسو لوبډلو ترمنځ د کابل فوټسال غوره لیګ اووم پړاو سیالۍ د دلاور زاده دره ترکمن لوبډلې په‌ اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو د پای په‌ مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال او د فوټبال ملي فدراسیون معاون حافظ احمد جان ځدران، د فوټبال ملي فدراسيون رئيس محمد يوسف کارګر، د ياد رياست ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د فوټسال کمېټې مرستیال حاجي فرید یوسفزي، ورزشکارانو او د فوټسال ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

دغه سيالۍ چې د ليګ په شکل نږدې مياشت وړاندې پيل شوې وې، په پايله کې دلاور زاده دره ترکمن لوبډلې د ۲۱ زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او شقايق لوبډلې د ۱۹ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم مقام خپل کړ.

د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو د پای په مراسمو کې غوره لوبڅارانو او روزونکو ته ستاينليکونه، غوره لوبغاړو ته مډالونه او اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ کپ ورکړل شو.

هېره دې نه وي چې د دغو سياليو موخه د هيواد په کچه د غوره لوبغاړو موندل او د زون په کچه د فوټسال سياليو لپاره د غوره لوبډلو ټاکل دي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS