تخار؛ چاه آب ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاه آب ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چې دوې ورځې مخکې پیل شوې وې د انصار ګروپ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې انصار ګروپ لوبډلې خپلې سیالې نګين چاه آب لوبډلې ته د ۶/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
