لیورپول د لیسټر سیټي په وړاندې ماتې وخوړه

Anonymous (not verified)
لیورپول د لیسټر سیټي په وړاندې ماتې وخوړه

تمیم هیبت

چهارشنبه،مرغومی ۸مه ،١٤٠٠

لسترسیتی لوبډله نن شپه په شلمه اونۍ کې د لیورپول کوربه و؛ هغه ټیم چې په جزیره لیک کې یې د تیرو اوو لوبو څخه شپږ ګټلي دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه شپی ۲۳:۳۰ بجې د کینګ پاور په لوبغالي کې ترسره شوه.

یاده لوبه په دوو اونیو څخه په کمه موده کې د لیورپول سره د لیسټر دوهمه لوبه وه؛ دواړه ټیمونه د جدي میاشتې په لومړۍ ورځ د حذفی جام په کوارټر فاینل کې سره لیدلی وه ، چې لیورپول په ٩٠ دقیقی په وخت کې د 3-3 مساوي وروسته په پنالتی ضربو کې 5-4 د لیورپول په ګټه پای ته ورسیده.

خو د نن شپې لوبه چی خورا حساسه لوبه وه خو لیورپول ماتې وخوړه چې د الوبه د 1-0 پایلی د لیستر ستی په بریا پای ته ورسیده.

د لوبې یوازینی ګول د دویمې نیمایي په پیل کې د ادمولاکن لخوا ترسره شو.

لیورپول چې په اتو لوبو کې دا لومړۍ ماتې وه ، 41 امتیازی پاتی شو .

تر څو چی واټن یی د مچستر سیتی چی د جدول په سر کی دی شپږ امتیازو ته لوړ شی لیسټر هم د 25 امتیازو سره نهم ځای ته پورته شو ترڅو کال په یوی مهمه بریا پای ته ورسوي.