پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د سروري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې سروري لوبډلې د ۷ پر ۵ ګولونو په توپیر خپلې سیالې سباوون لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ فوټسال ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.
