د فوټسال ملي لوبډلې د اتو غوره لوبډلو پړاو کې جاپان ته سیالي بایلوده
د فوټسال ملي لوبډلې د ٢٠٢٦ اسیا ملتونو جام اتو غوره وبډلو پړاو کې چابان ته د ٦ - ٠ ګولونو په توپیر سیالي بایلوده او له دغو سیالیو څخه بهر شوه.
افغانستان په دغو سیالیو کې خپلې لومړۍ دوه لوبې له سعودي عربستان او مالیزیا څخه په لوړو توپیرونو وګټلې؛ خو وروستۍ دوه سیالۍ یې د ایران او جاپان پر وړاندې بایلودې.
دغه سیالۍ د اندونیزیا په کوربهتوب په جاکارتا ښار کې د ١٦ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ٢٧مه پیل شوي او د فبروري تر ٧مې به دوام وکړي.
