دایکندي؛ کیتي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کیتي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې جنت الهزاره لوبډلې خپلې سیالې شنیه کیتي لوبډلې ته د ۳/ ۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول، ورزشي روحیه پیداکول او د غوره استعدادونو موندل و، چې یوه نیمه اوونۍ یې دوام وکړ.
