تخار؛ خواجه غار ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ وشوې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۴۰ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
