غور؛ مرکز فیروز کوه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بسکټبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې چرخه فرقه لوبډلې خپلې سیالې درخشان لوبډلې ته د ۶۴/۴۲ امتیازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه ملي سیالیو ته د غوره لوبډلې لاره موندل و، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
