کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ موج های آمو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې موج های آمو لوبډلې ۲۵ پر ۱۷ نمرو په توپیر خپلې سیالې اورته بوز لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
