کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په ریګ باسوس وزلوبې لوبغالي کې د کندز، بغلان او تخار ولایتونو د ٨٠ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.
په دغو سیالیو کې د میدان د حکم له لوري دوه اخراولاقه اعلان شول، چې په پايله کې لومړی اخراولاق عبدالحي پهلوان او دویم اخراولاق عبدالله ترکمن پهلوان تر ټاکلې دایرې ورساوه او د ډالیو ګټونکي شول.
