لوگر؛ چرخ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چرخ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې اتحاد پنګرام لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د اووه ویکټو په زيان سره د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه په مقابل کې شاهين پنګرام لوبډلې ياد هدف په لسم اور کې د يو لوبغاړي په زيان سره پوره کړ او لوبه يې د ۹ ويکټو په توپير وګټله او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.
