غزني؛ ده یک ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي جام سیالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي جام سیالۍ، چې یوه نیمه میاشت مخکې پیل شوې وې د جاویدان پجک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې جاویدان پجک لوبډلې خپلې سیالې نوجوانان پجک لوبډلې ته د ۵/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
