د هرات مرکز کې د ۵۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ټاکنيزې سیالۍ وشوې
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د اتلتيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۵۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ په بېلابېلو کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۲۱ ورزشکاران د ياد ولايت د ځغاستې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د ځغاستې منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
