ریال مادرید له بارسلونا سره پایلوبې ته ووته

org_admin
ریال مادرید له بارسلونا سره پایلوبې ته ووته

ریال مادرید د اسپانیا فوټبال سوپر کپ سیالیو دویمه نیمه پایلوبه کې اتلتیکو مادرید ته د ٢ – ١ ګولونو په توپیر ماته ورکړه او پایلوبې ته ووته.

دغه لوبډله به په پایلوبه کې راتلونکې یکشنبه( د جنوري پر ١١مه) د بارسلونا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

یادې سیالۍ هر کال د اسپانیا فوټبال غوره لیګ او کوپا دل ري فوټبال غوره لیګ څخه د څلور غوره لوبډلو تر منځ تر سره کېږي.

د ویلو ده، چې د اسپانیا فوټبال سوپر کپ سږ کال د سعودي عربستان په کوربه‌توب په جده ښار کې د روانې میلادي میاشتې پر اوومه پیل شوي او تر ۱۱مې به دوام وکړي.