د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس او ورسره پلاوي د ننګرهار ولايت د‌ مختلفو ورزشي فدراسيونونو له استازو سره وکتل

org_admin
Thu, Jan 08 2026 7:00 AM
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس او ورسره پلاوي د ننګرهار ولايت د‌ مختلفو ورزشي فدراسيونونو له استازو سره وکتل

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمدجان ځدران، د المپيکي چارو رييس داد محمد پاينده اختري، د بدن ښکلا فدراسيون ريیس باور هوتک او ورسره پلاوي ننګرهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د مختلفو ورزشي فدراسيونونو له استازو سره وکتل او د هغوی ستونزې يې واورېدې.

په پيل کې د ياد ولايت د مختلفو ورزشي فدراسيونونو استازو خپلې لاسته راوړنې، ستونزې او غوښتنې شريکې کړې او د ورزش د لا ښې ودې په موخه يې خپل نظریات وړاندې کړل.

ورپسې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق خبرې وکړې، د دوی د ښو کړنو ستاينه يې وکړه او په ټوله کې يې د ورزش په برخه کې د دوی د هڅو قدرداني وکړه، ښاغلي وثيق همداراز زياته کړه، ورزش اداره تل هڅه کوي چې د مرکز او ولايتونو ترمنځ په ورزشي برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي. هغه وويل موږ ستاسو ستونزې درک کوو او هڅه کوو چې تر خپل توان پور ستاسو ستونزو ته رسېدنه وکړو او حل يې کړو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS