سمنگان کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کی وان کیک بکسینګ سیالۍ وشوې
د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ایبک ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کی وان کیک بکسینګ سیالۍ وشوې.
په دغو سیاليو کې د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو ورزشکارانو په نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکرانو په عمري کټګوریو کې ګډون کړی وو، چې په پایله کې سمنګان د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، بلخ دویم او هرات ورزشکارانو بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د کی وان کیک بکسینګ ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
