هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ ، چې ۱۵ ورځې مخکې پیل شوې وې، د حیدري اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې حیدري اتلانو لوبډلې له خپل ۱۷۳ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د شپږ منډو په توپیر یې خپلې سیالې همدرد ستورو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
