خوست کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د حمیدالله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې حمیدالله لوبډلې د ۳ پر ۲ میدانونو په توپیر خپلې سیالې صادق شاه لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.
