بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې یحی شریفي لوبډلې د ۱ پر صفر ميدان په توپیر خپلې سیالې لیاقت لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
