بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې استقلال لوبډلې د ۱ پر صفر ميدان په توپیر خپلې سیالې حمايت الله لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
