د يما پطرول افغانستان وزلوبې اووم پړاو ليګ پايلوبې ته بدخشان او سرپل ولايت لوبډلو لار ومونده

org2_admin
Sun, Dec 21 2025 5:13 PM
د يما پطرول افغانستان وزلوبې اووم پړاو ليګ پايلوبې ته بدخشان او سرپل ولايت لوبډلو لار ومونده

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول - افغانستان وزلوبې اووم پړاو ليگ پر لسمه ورځ بدخشان او سرپل لوبډلو برياوې خپلې کړې او پايلوبې ته يې لار ومونده.

د دغو سياليو پر لسمه ورځ لومړۍ لوبه د بدخشان او بغلان لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې بدخشان لوبډلې خپلې سیالې بغلان لوبډلې ته د ۳-۱ دوه امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لار ومونده، همدا راز په دويمه لوبه کې سرپل ولايت لوبډلې خپلې سيالې کندز لوبډلې ته ۹-۲ اووه امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لار ومونده.

د ويلو ده، چې د يما پطرول افغانستان وزلوبې اووم پړاو ليگ د بهرنيو چاپندازانو په گډون د کندز، فارياب، بلخ، بدخشان، تخار، باميان، سرپل، پنجشير، سمنگان، بغلان او هرات لوبډلو ترمنځ لس ورځې وړاندې پيل شو او سبا لس بجې به يې پايلوبه د بدخشان او سرپل ولايتونو د لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS