باسکېټبال؛ ګټې او ارزښت يې:
سه شنبه، لېندۍ ۳۰، ۱۴۰۰
نعيم پرهېز
باسکېټبال داسې لوبه ده چې دوه پنځه کسیزې لوبډلې په داسې مستطیل ډوله میدان کې د یو بل پر وړاندې لوبه کوي چې اوږدوالی يې ۲۸او پلنوالی يې ۱۵متره وي. د دې لوبې موخه هغو دوو ۴۶سانتي متر جالیو کې د توپ غورځول او د نمرو ترلاسه کول دي چې د میدان په دواړو برخو کې د ۳،۰۴۵سانتي متر لوړالي راځوړند دي.
افغانستان کې د باسکېټبال د پیدايښت تاریخچه:
د باسکېټبال لوبه د لومړي ځل لپاره امریکانو کړې. دا لوبه په ۱۸۹۱م کال کې د ډاکټر جېمز نای سمېټ په واسطه پیل شوه. خو تر دې وړاندې هم د آمريکا په بېلابېلو برخو او په ځانګړې ډول په مرکزي امریکا کې داسې لوبې عامې وې چې لږ تر لږه يې له باسکېټبال لوبې سره ورته والی درلود.
په غالب ګومان ویلی شو چې افغانستان کې د باسکېټبال لوبه د لومړي ځل لپاره په ۱۳۱۷ هجري شمي کال د کابل بالاحصار کې د هندي ټرېنر په واسطه د امنيتي ځواکونو په ترمنځ دود شوه، خو اساسي پراختیا يې ونکړه، یوازې د امنيتي ځواکونو تر منځ دود وه.
دغې لوبې په بشپړ او بنسټيز ډول په ۱۳۲۴هجري لمریز کال کې د یو آمریکايي ښوونکي “فلوګر” په واسطه د حبیبيې او عایشې دارانۍ لېسو ترمنځ د پوهنې ریاست په چوکاټ کې پراختیا ومونده او په ښه ډول يې فعالیت پیل کړ. دغه راز په ۱۳۳۶هجري لمریز کال کې د لومړي ځل لپاره انتخابي لوبډله وټاکل شوه او ورسته يې په ۱۳۵۳ هجري لمریز کال کې د لوبو کولو په موخه ازبکستان هیواد ته سفر وکړ.
د افغانستان باسکېټبال ملي فدراسيون په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال کې د (FIBA) فیبا نړیوال فدراسيون غړیتوب ترلاسه کړ. د دې فدراسیون لومړنی رئيس سلطان عزیز په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال کې په رسمي ډول د المپیک ملي کمټې له لوري وټاکل شو.
د هیواد د باسکېټبال ملي فدارسيون له کورنیو جګړو او تېر حکومت له جوړېدو وروسته د انجنیر احمدشاه وردګ په مشرۍ بیا ځلې د نړیوال او آسیايي کانفدراسيون غړیتوب ترلاسه کړ.
د افغانستان د باسکېټبال ملي لوبډلې د هيواد د ټولنیزو لوبو په تاریخ کې لومړی ځل په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې د سرو زرو مډال په خپل نوم کړ او همدارنګه د آسیا د درې کسزیزو لوبو مډال يې هم په ۲۰۱۲ میلادي کال کې وګاټه.
د باسکېټبال لوبې ارزښت او ګټې:
باسکېټبال غوره او ډېره کتونکې لوبه ده، یاده لوبه کې دوه پنځه کسیزې لوبډلې په داسې مستطیل ډوله میدان کې لوبه کوي چې اوږدوالی يې ۲۸او پلنوالی يې ۱۵متره وي. د دې لوبې موخه هغو دوو ۴۶سانتي متر جالیو کې د توپ غورځول او نمرو ترلاسه کول دي چې د میدان په دواړو برخو کې د ۳،۰۴۵سانتي متر لوړالي راځوړند دي. دا لوبه هم د نور لوبو په څېر خپل قوانین لري او لوبغاړي د دې قوانینو مطابق لوبه کوي او نمرې ترلاسه کوي. دا لوبه په میدان او هم په ازاده فضا کې ترسره کېدای شي.
د دې لوبې د میدان، د جالیو لوړوالی، د لوبې د توپ او لوبې وخت د لوبغاړو عمر او وړتیاوو ته په کتو ټاکل کېږي.
باسکېټبال ډېره چټکه لوبه ده چې لاندې تخنیکونه لري، توپ اچول، دریبل، پاس ورکول، ریباند او دفاع... پکې شامل دي.
دغه راز په دې وروستیو کې باسکېټبال نورې څانکې جوړې کړې او حتا د المپیکي لوبو غړيتوب يې هم ترلاسه کړ.چې له دې ډلې يې په جمنازیوم کې دننه او له جمنازیوم څخه بهر د درې کسزیز باسکېټبال یادونه کولی شو.
باسکېټبال افغانستان کې هم د ځوانانو، او سپین ږیرو په زړونو کې غوره ځای لري او دا ورزشي څانګه لومړنۍ هغه ده چې د آسیا د سوېلي زون لومړنی او همدارنګه د آسيا د سرو زور مډالونه يې په خپل نوم کړي.
دا د ګڼو مینوالو لوبه چې د المپیک نړیوالې کمېټې غړیتوب لري، په افغانستان کې هم په ګڼو ولایتونو کې مینوال لري چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
هرات، فراه، هلمند، کندهار، غور، غزني، ننګرهار، خوست، پکتیا، بامیان، بلخ او کابل.
هېره دې نه وي چې په هیواد دننه هر کال په ګډه د دې ولایتونو ترمنځ سیالۍ کېږي.