تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د کورش پهلوانۍ سيالۍ وشوې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايله ۳۰ کورشکارانو خپلو سيالانو ته ماتې ورکولو سره برياوې او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د سياليو په پای کې غوره کورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
