ننګرهار کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت دبدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکت سیالۍ د آخند سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې آخند سټارز لوبډلې له خپل ۱۱۵ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۱۱۴ منډو په توپیر یې خپلې سیالې چهار دهي اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
