کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٦٠ چاپاندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوه
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٦٠ چاپاندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوه.
د لوبې په پای کې سمیع الله پهلوان اعلان شوی آخراولاق د حلال تر دايرې ورساوه او د ډالۍ ګټونکی شو.
دا سیالۍ د خلکو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوه.
