دایکندي؛ مرکز نيلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ د شه.يد مزاري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پایله کې شه.يد مزاري کيتي لوبډلې د ۲۱ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د دايکندي ولايت د فوټسال منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل و.
