هرات کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيوکوشين کای کان کراټې پنځه دېرشم پړاو سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
Mon, Dec 15 2025 12:41 PM
هرات کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيوکوشين کای کان کراټې پنځه دېرشم پړاو سيالۍ ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کيوکوشين کراټې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيوکوشين کراټې کانچو ماتسوشي ما پنځه دېرشم پړاو سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې د تک فايټ په ډول ترسره شوې، چې په پايله کې ۹۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې او اتلولۍ مقامونه خپل کړل.

د يادو سياليو موخه د کيوکوشين کراټې ته وده ورکول، د ځوانانو هڅول او د غوره ورزشکارانو موندل و، د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپ، مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS