د بامیان ولایت په زندان ریاست کې د والیبال سیالۍ پيل شوې
د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د زندان ریاست د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې حنظله لوبډلې خپلې سیالۍ طلحه لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه والیبال لوبو ته وده ورکول او زندانیانو ته سالمه روحیه ورکول دي، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
