بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ سبک لومړی پړاو ټاکنیزې سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بوکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د واکو کیک بوکسینګ سبک لومړی پړاو ټاکنیزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې ۱۰ ورزشکارانو د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د بلخ ولایت د واکو کیک بوکسینګ سبک منتخبې لوبدلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د بلخ ولایت د واکو کیک بوکسینګ سبک منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل و.
