الجزایر د عرب کپ اتلولي وګټله

Afzal-af
الجزایر د عرب کپ اتلولي وګټله

د عرب کپ وروستۍ لوبه ترسره شوه او د الجزایر ملي لوبډلې په ۹۰ مه دقیقه کې د تونس ملي لوبډلې ته د ګول نه وهلو وروسته په اضافي وخت کې د ۲ ګولونو سره بریا خپله کړه او د لومړي ځل لپاره یې د عربي کپ اتلولي خپله کړه.

همدارنګه د دې سیالیو په رده بندی لوبه کې کوربه هیواد قطر په ټاکلي وخت کی ونشو کولی چی په سیالې لوبډلې ګول و وهي نو په قانونی وخت کې لوبه مساوی پای ته ورسېده او په اضافه وخت کې له قطر وتوانېد چې د مصر ملي لوبډلې ته د پنالټي ضربو په ګټلو سره د سیالیو دریم مقام خپل کړ.

د عرب کپ د 2021 کال رده بندی

🥇🇩🇿 الجزایر

🥈🇹🇳 تونس

🥉🇶🇦 قطر.