زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د K1 کیک بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پای کې د استاد منیر احمد کلب ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ.
دا سیالۍ کېک بوکسینګ ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
