دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچولو سیالۍ وشوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت د کجران ولسوالۍ په دشت کاریز سیمه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې نصرت الله لومړی او یاسین بیا دویم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
