کندز کې ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

org2_admin
Sat, Nov 29 2025 3:35 PM
کندز کې ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکزي وزلوبې لوبغالي کې د شمال ختيځ زون په کچه د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې يو اخراولاق اعلان شو، چې دغه اخراولاق ذبيح الله پهلوان د گل محمد رجب زاده په آس تر حلالې دایرې ورسوه او د سياليو گټونکی شو.

دا سيالۍ راتلونکو ملي سياليو لپاره د چاپندازانو د لا ښه چمتوالي او د دې ولايت وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS