بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ او د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د کلدار ولسوالۍ په چکر کلي کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۵ جوړو لوبې مساوي او ۲۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
د یادو سیالیو موخه د کورش سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
