ننګرهار؛ په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي پیل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ډوانو اتحاد لوبډلې خپلې سیالې شیرین غونډۍ لوبډلې ته د ۲-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
