کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند واليبال فدراسیون او د امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مدیریت په همغږۍ د یادې ولسوالۍ په پل مدیر سیمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پایله کې موج های امو لوبډلې خپلې سیالې حاجي اباد لوبډلې ته ۳۱-۱۴ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
