بامیان؛ د بامیانو مرکزي ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د «ب» کچې والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د بامیان ولایت د بدنی روزنې او ورزش امریت په همکارۍ، د والیبال ملي فداراسیون د استازولۍ له لوري د دې ولایت په مرکزي ښار کې د «ب» کچې والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پایلوبه کې میوند داودي لوبډلې خپلې سیالې لالهخېل لوبډلې ته د ۳ ـ ۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دغه سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې او د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوه اوونۍ یې دوام وکړ.
