پهلواني او د زرګونو مینه والو پرجوشه ننداره!
سه شنبه، لیندۍ۲۳مه ، ١٤٠٠
تمیم هیبت
پلازمېنه کابل کې د بدني روزنې او ورزش تر چتر لاندې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د ګڼو کلبونو تر منځ د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ چې نن پیل شوې د نندارې لپاره يې نږدې دوه زره تنه را ټول شوي چې دا په ورزشي ډګر کې د ا.ا.ا له واکمنۍ وروسته لومړنۍ لویه تجمع بلل کېدای شي.
د دې سیالیو د پرانیستې مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش سرپرست رییس نظرمحمد مطمئن ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ، چې تر خپله وسه به د داسې پرجوشه سیالیو لپاره زمینه برابروي او هر ډول ملاتړ به يې کوي.
ښاغلي مطمئن یو ځل بیا دا لویه ننداره او پراخې سیالۍ له هېواده ځينو وتلیو ورزشکارانو ته ور یادې کړې او پر هغوی يې غږ وکړ چې دلته ورزشي فعالیتونه پراخ شوي، غوړېدلي او ورزشکاران په ډاډه زړه خپل فعالیتونه ترسره کوي.
دا سیالۍ د کابل د ۲۶ کلپونو تر منځ برابرې شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
دا د پهلوانۍ د ازاد ډول لوبې دي، چې په پایله کې يې د ملي لوبډلې د ملاتړ لپاره غوره لوبغاړي انتخابېږي.
