کابل؛ په ده سبز ولسوالۍ کې د ۵۰ موټرسايکل ځغلوونکو ترمنځ د موټر سايکل ځغلونې سيالۍ وشوې

org_admin
Sat, Nov 22 2025 11:08 AM
کابل؛ په ده سبز ولسوالۍ کې د ۵۰ موټرسايکل ځغلوونکو ترمنځ د موټر سايکل ځغلونې سيالۍ وشوې

د المپيک ، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري په ده سبز ولسوالۍ کې د ۵۰ موټرسايکل ځغلوونکو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدران، د موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون رئيس سيد نبي الله سادات، ورزشکارانو او د ورزش مينوالو ګډون کړی و.

دغه سيالۍ په دوه کيلو متره واټن کې وشوې، چې په پايله کې په سرعتي سبک کې شفيع الله هاشمي لومړی، محمد صبور محمدزي دويم او عبدالجبار حسين خېل درېيم مقام خپل کړ، همدارنګه په فري سټايل کې سيد سميع الله سادات د کابل په کچه د غوره فري سټايلر لقب خپل کړ.

د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو په پای کې د موټر سپورټ ورزشي نندارې هم ترسره شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS